د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي «طلعتبیک ماسادیکوف» د مرکزي اسیا پر عمومي وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان – پاکستان ترینګلتیا د سیمې پر وضعیت اغېز کوي.
نوموړي د مسکو په نړیوالو امنیتي فورم کې ویلي چې د ترهګرۍ او نشهيي توکو له قاچاق سره د مبارزې په اړه ننګونې لا هم شته.
د هغه په وینا چې ځینې تړونونه شته چې لا هم د افغانستان او سرحدي ولایتونو ترمنځ د امنیت ټینګښت او تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته کولای شي.
تر دې مخکې هم ګڼو نړیوالو سازمانونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده او له دواړو هېوادونو یې غوښتي وو چې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې او د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې هم شوې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو پړاو مذاکرات په چین کې شوي چې تر ډېره د دواړو لوریو ترمنځ ګټور ښودل شوي دي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار ټینګار کړی چې افغانستان پر سوله او مذاکراتو باور لري خو له هېواد څخه دفاع یې خپل مشروع حق دی.


