د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په مالستان ولسوالۍ کې درې ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې بایللی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه پرون (پنجشنبه) د مالستان ولسوالۍ «شیرداغ» سیمه کې داسې مهال شوې چې دریو ځوانانو په ولاړو اوبو کې د لامبو پر وخت مړه شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې د ډوبشویو ځوانانو مړي له اوبو را ایستل شوي او کورنیو ته سپارل شوي دي.
تر دې مخکې هم د ګرمۍ په موسم کې د لامبو پرمهال لسګونه ځوانانو ژوند بایللی دی.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له هېوادوالو غوښتي چې په ډېرو اوبو کې له لامبو وهلو ځان وژغوري.
د یادولو ده چې په هېواد کې ډېر ځوانان د لامبو پرمهال د بېاحتیاطۍ له امله ژوند بایلي.
غزنی یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ډېره د اوړي په موسم کې دا ډول پېښې پکې رامنځته کېږي چې له امله یې لسګونه ځوانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
څو ورځې مخکې هم په بدخشان کې دوه ځوانان په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال مړه شوي وو.


