خانه افغانستان د امریکا په یوه ودانۍ د چاودنې له امله یو شمېر کسانو...

د امریکا په یوه ودانۍ د چاودنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

0
291

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په «ډالاس» ښار کې د زورورې چاودنې له امله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. 

د راپورونو له مخې چې دا چاودنه د ډالاس ښار په یوه ودانۍ کې شوې ده. 

په راپورونو کې د دې چاودنې لامل د ګازو لیک کېدو له امله شوې چې تر دې دمه د څلورو کسانو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.  

بلخوا یو شمېر نړیوالو رسنیو لیکلي چې د دې چاودنې له امله پنځه کسان مړه او تر لسو ډېر نور ټپيان شوي، خو لا هم د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی روښانه شوی. 

په راپورونو کې د امریکايي چارواکو په حواله ویل شوي چې د اور وژنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي او ژر تر ژره به اور مهار کړي.

تر دې مخکې هم په امریکا کې د ورته اورلګېدنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

د یادولو ده چې د دې اورلګېدنو لامل تر ډېره په ودانیزو سیمو کې د ګازو نلیکونو پرې‌کېدل ښودل کېږي. 

ځینې اروپايي هېوادونو لیکلي چې ښايي د دې اورلګېدنې له امله ښايي تر شلو ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وي. 

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید