د قربانۍ پېرل يوازې د يو څاروي اخيستل نه دي، بلکې دا د يو عبادت د سم ادا کولو، د کورنۍ د روغتيا د خوندي ساتلو او د سالمې غوښې د ترلاسه کولو مسووليت هم دی.
د غوښې د ساتلو او يخولو اصول
که څوک غواړي چې د لږو يا ډېرو ورځو لپاره د غوښې يوه برخه وساتي، يا هم د غوښې د سختوالي د له منځه وړو لپاره هغه لږه موده وساتي، کارپوهان وايي د قربانۍ غوښه بايد په سمه توګه وساتل شي، څو خرابه نه شي.
د اسيوط پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي د خوړو د روغتيا، خوندیتوب او غوښو د ټکنالوژۍ د څانګې متقاعد استاد ډاکټر حسين يوسف احمد وايي: «د کلکې غوښې نرمولو لپاره کولی شو غوښه له ۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې يخچال کې وساتو. د ليمو اوبه، مستې، شړومبې يا سرکه هم د غوښې په نرمولو کې مرسته کوي».
د کنګل شوې غوښې د بېرته ويلې کولو په اړه نوموړی وايي: «کنګل شوې غوښه بايد په تدريجي ډول د يخچال په لاندې برخه کې ويلي کړل شي، نه د خونې په عادي تودوخه کې، او له ويلې کېدو وروسته غوښه بايد سمدستي پخه شي او بېرته کنګل نه کړی شي».
کارپوهان همداراز سپارښتنه کوي چې خلک دې د قربانۍ د انتخاب پر مهال د څاروي روغتيا، عمر، وزن، فعاليت، ظاهري سلامتيا او شرعي شرطونو ته جدي پاملرنه وکړي.


