پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په پنجاب ایالت کې د ۴٫۸ درجې زلزلې له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ډان پاکستانۍ ورځپانې د راپور له مخې چې دا زلزله تېره شپه د پنجاب ایالت «جهلم» ولسوالۍ اړوند سیمو کې شوې او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
په راپورونو کې ویل شوي چې د دې زلزلې له امله شاوخوا ۱۰ کورونه په نږدې بشپړه توګه نړېدلي او ۱۲ کسانو ته د سر زیان اوښتی دی.
د راپورونو له مخې چې د دې زلزلې مرکز د جهلم سویل لوېدیځ ته ۵۸ کیلومتره لرې ښودل شوی دی.
پاکستان کې تر دې مخکې هم خونړۍ زلزلو سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او زیات شمېر استوګنیز کورونه یې نړولي دي.
د یادولو ده چې د پاکستان ترڅنګ افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې پکې درې خونړۍ زلزلې شوې دي چې له امله یې شاوخوا درې زره کسان مړه او نږدې پنځه زره نور ټپیان شوي دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دي چې د اقلیمي بدلون له ګواښوونکو پایلو سره مخ دي.


