نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو له امله ۳۱ کسانو ژوند بایللی او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.
د الجزیرې په راپور کې ویل شوي چې اسرائیلو دا بریدونه پرون (سهشنبه) کړي دي.
د راپورونو له مخې چې اسرائیلي پوځ د لبنان سویل او ختیځ ښارونو اوسېدونکو ته امر کړی چې ژر تر ژره له خپلو کورونو څخه ووځي.
تر دې مخکې الجزیرې د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو د بریدونو له امله د څلورو کسانو د وژلکېدو راپورونه هم ورکړي وو.
ویل کېږي چې د اسرائیلو پوځ لا هم د غزې پر ډېرو سیمو بریدونه دوامدار ساتلي دي.
پر لبنان او غزې د اسرائیلي پوځ دا بریدونه داسې مهال روان دي چې نن په ټوله نړۍکې د لوی اختر ورځ نمانځل کېږي.
د یادولو ده چې د لبنان او اسرائیلو خونړۍ نښتې پر ایران د امریکا – اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې او تازه تهران له امریکا سره د بشپړ اوربند یو شرط هم په ټوله سیمه کې د جګړې بشپړ درېدل یاد کړي دي.
هاخوا بیا د ایران او امریکا ترمنځ لا هم د اوربند کومه نښه نه لیدل کېږي.


