د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران، قطر، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، اردن او ترکیې څخه وغوښتل چې د اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ابراهیمي تړون سره یوځای شي.
ټرمپ وویل تېره ورځ(دوشنبه، د مې ۲۵مه) په خپلې ځانګړې شبکې سوشل تروس ویلي:”زه په رسمي ډول له دې ټولو هېوادونو څخه غوښتنه کوم چې سمدلاسه د ابراهیمي تړون سره یوځای شي او که ایران زما سره د امریکا د ولسمشر په توګه یوې هوکړې ته ورسېږي، نو دا به د ویاړ خبره وي چې ایران د دې بې ساري نړیوال ایتلاف برخه وي.”
هغه دا هم ټینګار وکړ چې د ایران سره خبرې اترې “ډېرې ښې روانې دي”، خو دا یې توضیح نه کړه چې د ایران سره څومره نږدې هوکړه وه.
باید وویل شي متحده عربي اماراتو او بحرین په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې په جریان کې دا تړون لاسلیک کړ، چې په لسیزو کې لومړني عربي هېوادونه شول چې له اسراییلو سره اړیکې عادي کړې. مراکش او سوډان له هغه وخت راهیسې دا تعقیب کړی دی.
مصر او اردن لسیزې دمخه له اسراییلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړې.
ټرمپ مخکې خوشبیني څرګنده کړې وه چې سعودي عربستان به په دې تړونونو کې شامل شي، خو ریاض تر اوسه پورې د دې پروسې سره د پرمختګ لپاره هېڅ لیوالتیا نه ده ښودلې.


