د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې ایرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره درې میلیون یورو مرسته کړې ده. پر
د دې ادارې د راپور له مخې چې د ایرلنډ دا ۳ میلیون یورو (۳٫۴۴ میلیون ډالر) مرسته به د اړمنو خلکو د لاسنیوي په برخه کې مصرف شي.
ایرلنډ دا مرسته داسې مهال کړې چې په وروستیو کې د افغانستان د بشري مرستو د وضعیت په تړاو اندېښنې راپورته شوې دي.
تر دې مخکې اوچا ویلي وو چې په افغانستان کې یې روان کال له ۱۳ سلنه اړمنو سره مرسته کړې ده. دې بنسټ ویلي وو چې د اړمنو د لاسنیوي په موخه څه باندې یو میلیارد ډالر ورته پکار دي.
د یادولو ده چې پر اوچا سربېره د یونیسف په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.
ایریلنډ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر دې مخکې یې هم د افغانستان له خلکو سره لسګونه میلیون یورو مرسته کړې وه.
په افغانستان کې د غذایي ناامنۍ تر ټولو ستر لاملونه اقلیمي بدلون، بېروزګاري، نړیوال بندیزونه او وروستي سیاسي بدلونونه ښودل کېږي.


