د ایران په بندر عباس ښار او د فارس خلیج په سیمه کې له چاودنو وروسته د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې د ایران په سویل کې یې دوې ایراني کښتۍ په نښه کړې دي.
د سنټکام د معلوماتو له مخې چې امریکايي پوځ هغه ایراني کښتۍ په نښه کړې چې د ماینونو د ځای پرځای کولو هڅه یې کوله.
سنټکام ویلي چې د دوی بریدونه دفاعي وو او د ایران د توغندیو یو مرکز یې هم ويشتلی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ که څه هم اوربند شته، خو لا هم هره شېبه د دغه اوربند د ماتېدو وېره شته او امریکايي ځواکونو تر دې مخکې هم د اوربند پرمهال په ایران کې ځینې اهداف ويشتلي وو.
بلخوا د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې خبرې روانې او دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې شوې دي.
د ایران حکومت ویلي چې له امریکا سره د سولې هوکړې ته نږدې شوي، خو لا یې هم کومه هوکړه نه ده کړې.
همداراز د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ بیا خبرداری ورکړی چې که ایران هوکړه ونه کړي، نو دا ځل به له سختو بریدونو سره مخ شي، خو د ایران سپاهپاسداران هم بیا د ورته ځوابي غبرګون ګواښ کړی دی.


