خانهافغانستاند کندوز د دوو موټرو د ټکر پرمهال شپږ کسان مړه شوي

د کندوز د دوو موټرو د ټکر پرمهال شپږ کسان مړه شوي

د کندوز امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند د دوو موټرو د ټکر پرمهال شپږ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د الچین‌پل په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر پرمهال شوې ده او اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مسوولینو په وینا چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. 

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.  

څه موده مخکې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په لویو مسافروړونکو موټرو کې د لسګونه جي‌پي‌اېس الو د نصبېدو خبر ورکړی دی. 

د یادولو ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې او د هېوادوالو اندېښنې یې راپارولې دي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه