د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یې د سیلانیانو لپاره د “بهلول دانا” په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او معرفي کړې ده.
د یاد ریاست رئیس مولوي فیض الله جوهري په مشرۍ پلاوي د سیمې له طبیعي او تفریحي ځایونو لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې دغه سیمه د ښکلو منظرو، شنو غرونو او ارام چاپېریال له امله د ګرځندوی لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د نوموړي په وینا، د “بهلول دانا” د ناستې ځای له پخوا راهیسې د خلکو ترمنځ په دودیز ډول مشهور دی او ګڼ شمېر خلک د طبیعي ښکلاوو د لیدو لپاره دغې سیمې ته ورځي.
هغه زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې په دغو سیمو کې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ګرځندوی سکتور لا پیاوړی کړي.
د پکتیا د ګرځندوی عمومي مدیر هم ویلي، چې د ګردې څیړۍ ولسوالۍ “بیسوې” سیمه هم د سیلانیانو لپاره له مهمو تفریحي ځایونو څخه شمېرل کېږي. د نوموړي په وینا، د ګردیز ـ پټان لویې لارې د خرابوالي له امله سپینې شګې سیمې ته تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی، خو د سړک د رغونې له بشپړېدو وروسته به هلته د هوټلونو او نورو خدماتي اسانتیاوو د جوړېدو چارې هم پیل شي.
بلخوا د پکتیا د اطلاعاتو آمر ویلي، چې په وروستیو کې دې ولایت ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د نویو تفریحي سیمو په پېژندنې سره به د ګرځندوی سکتور لا پراختیا ومومي.
د یادونې وړ ده چې پکتیا د خپل یخ اقلیم، غرنیو سیمو او طبیعي ښکلاوو له امله هر کال ګڼ شمېر سیلانیان جذبوي.


