د پاکستان پر حکومت د پاکستاني چارواکو د توندو نیوکو په دوام، تازه د دغه هېواد اپوزیسیون مشر، محمد خان اڅکزي ویلي چې هلته د وضعیت د خرابېدو لامل پخپله چارواکي دي.
اڅکزي د بلوچستان په کوېټه کې پرونۍ خونړۍ چاودنې ته په اشارې ویلي چې هېڅوک پرته له کوم دلیل څخه وسله نه اخلي او په دغه هېواد کې د ناامنۍ مسوولین هغه څوک دي چې خپله یې زمینه ورته برابره کړې ده.
هغه د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د جګړې پرمهال په پاکستان کې د بېلابېلو هېوادونو کسان روزل کېدل او ترهګر راپیدا شول.
محمود خان اڅکزي په ښکاره د کوم لوري نوم نه دی اخیستی، خو له توندو څرګندونو یې ښکاري چې نوموړی د پاکستان پر پوځ نیوکه کوي او په دغه هېواد کې یې د ناامنۍ مسوول بولي.
نوموړي تر دې مخکې هم د پاکستان پر پوځ او اوسني حکومت توندې نیوکې کړې وې او له دوی یې غوښتي وو چې خپله پالیسي منظمه کړي.
بلخوا د مولانا فضل الرحمن په ګډون یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم د پاکستان پر اوسنۍ پالیسۍ نیوکې کړې دي.


