د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې روان کال یې په افغانستان کې یوازې ۲۷ سلنه (۴٫۷ میلیون کسانو) سره مرسته کړې ده.
دې ادارې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې روان کال په افغانستان کې ۲۱٫۹ میلیون کسان په بېلابېلو برخو کې مرستې ته اړتیا لري، او دوی د خپل پروګرام له مخې ۱۷٫۵ میلیون کسان د لاسنیوي وړ بللي وو.
اوچا زیاته کړې چې له ۱۷٫۵ میلیون کسانو څخه دوی یوازې له ۴٫۷ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همداراز ویلي چې دوی په افغانستان کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره ۱٫۷ میلیارد ډالر بودیجې ته اړتیا لري.
اوچا تر دې مخکې هم په افغانستان کې د بېوزلۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې د افغانستان له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
همداراز د یونیسف په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو هم ویلي د افغانستان د خلکو پر لاسنیوي ټینګار کړی دی.
بلخوا د اسلامي امارت کار او ټولنیزو چارو وزارت ډاډ څرګند کړی چې په هېواد کې د بېروزګارۍ او بېوزلۍ د کچې ټیټېدو لپاره بېلابېل پروګرامونه پیل شوي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.


