خانهافغانستانتر دې دمه راستنوشویو کورنیو ته څه باندې ۳۴ زره استوګنیزې نمرې...

تر دې دمه راستنوشویو کورنیو ته څه باندې ۳۴ زره استوګنیزې نمرې وېشل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د راستنوشویو کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه تر دې دمه ۳۴ زره ۱۴۱ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې یوازې تېره پنجشنبه او شنبه په ځینو ولایتونو کې راستنوشویو کورنیو ته ۲ زره ۱۱ استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د خبرپاڼې له مخې چې له دې جملې په ننګرهار ولایت کې ۵۰۲، کندهار کې ۲۹۴، کندز کې ۳۱۶، هلمند کې ۴۵۳، فراه کې ۱۴۶، فاریاب کې ۱۳۵، غزني کې ۱۰۱، پکتیکا کې ۴۶ او نیمروز کې ۱۸ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دا چاره ګړندۍ شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې د استوګنیزو نمرو د وېش له پروګرام څخه یې هدف د راستنوشویو کورنیو اساسي اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا برابرول، او تر دې دمه یې ۳۴ زره ۱۴۱ استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ځمکو وېش به د منظورشویو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه