خانهافغانستانابو نصر فراهي بندر کې هېواد ته د لسګونه ټن بې‌کیفیته ودانیزو...

ابو نصر فراهي بندر کې هېواد ته د لسګونه ټن بې‌کیفیته ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیول شوې 

د معیار او کیفیت اداره وایي چې په ابو نصر فراهي بندر کې ۵۲٫۸ ټن بې‌کیفیته نبشي ډوله وسپنه بېرته مسترد شوې ده. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دغو توکو له اړینو څېړنو او ازمایښت وروسته د کورنیو معیارونو سره د نه‌مطابقت له امله د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نه کړه او بېرته صادروونکي هېواد ته استول شوي دي.  

“د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر نه یوازې د ودانیزو پروژو د خوندیتوب په تأمین او د هېوادوالو د ژوند په ژغورلو کې بنسټیز رول لري، بلکې د لویو اقتصادي زیانونو او د زیربناوو له ویجاړېدو څخه هم مخنیوی کوي.”

د معیار او کیفیت ادارې یو وار بیا ټینګار کړی چې پر وارداتي توکو د څارنې بهیر به په دوامداره، شفافه او مسلکي توګه جریان ولري، ترڅو د هېواد بازارونو ته د غیرمعیاري توکو د ننوتلو مخه ونیول شي او د یوه سالم، ډاډمن او رقابتي بازار لپاره زمینه برابره شي.

ابو نصر فراهي بندر کې تر دې مخکې هم د لسګونه ټن بې‌کیفیته بېلابېلو توکو مخه نیول شوې ده. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه