پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې د چاودنې له امله هلته د تېرېدونکي یوه اورګاډي دوې ډبې له پټلۍ اوښتې دي او زیان ور اوښتی دی.
په راپورونو کې ویل شوي چې هلته د اورګاډي پټلۍ ته نژدې ولاړو ګاډو هم اور اخيستی دی او د اورګاډي ډبې له پټلۍ اوښتې دي.
تر اوسه د دې چاودنې له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
په ورته مهال د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت د رسنيو چارو مرستيال بابر يوسفزي د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
بلخوا عیني شاهدانو ویلي چې له چاودنې وروسته د اورلګېدنې رامنځتهکېدو له امله د اورګاډي ډبو ته سخت زیان اوښتی او لوګي یې تر لرې ځایه لیدل کېږي.
همداراز د دې پېښې له امله په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ډېر ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.
د سرچینو په وینا چې ښایي د دې پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې د اورګاډي د چاودنې ډېرې پېښې شوې دي چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده


