خانهتفریحيد ځوانانو د نارضایتۍ سمبول: هند کې د کاکروچ ګوند وځنډېد

د ځوانانو د نارضایتۍ سمبول: هند کې د کاکروچ ګوند وځنډېد

په هند کې د «کاکروچ ګوند» په نوم یو نوی طنزي ګوند په ټولنیزو شبکو کې په چټکۍ مشهور شوی او د دغه هېواد د ناراضو ځوانانو د غږ په توګه راڅرګند شوی وو تېره ورځ  وځنډول شو. د کاکروچ ګوند بنسټ اېښودونکی ابیجیت ډیپکي د هند حکومت تورن کړی چې د ګوند رسمي ویب پاڼه یې له منځه وړې ده. هغه دا هم ادعا وکړه چې د هغه شخصي انسټاګرام حساب هک شوی دی. دا ګوند شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د هند د سترې محکمې د مشر قاضي سوریا کانت د څرګندونو په ځواب کې جوړ شو، چا چې ځینې بې کاره ځوانان د کاکروچ سره پرتله کړي وو.

د سمبولیک احتجاج ګوند د خپل پیل څخه یوازې پنځه ورځې وروسته له پراخ ملاتړ سره مخ شو، د هغې د انسټاګرام پاڼې له ۲۲ میلیون څخه ډېر پیروان راجلب کړل. دا شمېره د هند د سیاسي ګوندونو او غورځنګونو په منځ کې د ډیرو پیروانو ریکارډ مات کړ.

ډیپکي وویل چې په تیره اوونۍ کې له یو میلیون څخه زیاتو خلکو د غورځنګ د غړو په توګه نوم لیکنه کړې، او یو شمېر سیاستوال او د پارلمان غړي هم ورسره یوځای شوي دي.

دا ګوند شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د هند د سترې محکمې د مشر قاضي سوریا کانت د څرګندونو په ځواب کې جوړ شو، چا چې ځینې بې کاره ځوانان د کاکروچ سره پرتله کړي وو، چې د نسل Z لخوا یې غبرګون راپارولی و. قاضي وروسته روښانه کړه چې د هغه مطلب د جعلي اسنادو لرونکي خلک وو، خو د هغه وضاحت د خلکو د غوسې په کمولو کې پاتې راغی.

دا غورځنګ په داسې وخت کې راپورته شوی چې په هند کې ډیری ځوانان د پراخې بې کارۍ، انفلاسیون، د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي او ټولنیزو ننګونو سره لاس او ګریوان دي.

د دې غورځنګ غوښتنه د هند د پوهنې وزیر دھرمیندر پرادان استعفا ده. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې د طبي داخلې په ازموینو کې د درغلۍ تورونه افشا شول.

د ګوند ویب پاڼه ویلي: “ایا تاسو غواړئ له موږ سره یوځای شئ؟ موږ څلور معیارونه لرو: بې کاره کېدل، سست کیدل، تل انلاین کیدل او په مسلکي توګه د چیغې وهلو وړتیا.”

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه