خانهافغانستانهېواد ته د قزاقستان د غلو په صادراتو کې د پام وړ...

هېواد ته د قزاقستان د غلو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د قزاقستان د کرنې وزارت په وینا، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر او سږ کال د مې ترمنځ افغانستان ته د هېواد د غلو صادرات ۲.۳ ځله زیات شوي دي.

د دغه وزارت لخوا چمتو شوي احصایو پراساس، دا شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲.۳ ځله لوړه ده، کوم چې ۱.۳ میلیون ټنه وه.

دوه ورځې وړاندې، د افغانستان د مالیې وزارت هم اعلان وکړ چې هېواد ته د غنمو واردات د ګمرکي تعرفو له کمولو وروسته ۳۴۵ سلنه زیات شوي دي.

د ۱۴۰۵ مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې نږدې ۱۹۸ زره ټنه غنم هیواد ته داخل شوي، په داسې حال کې چې دا شمیره د تېر کال په ورته موده کې ۴۴،۰۰۰ ټنه وه.

د مالیې وزارت زیاته کړه چې دې اقدام په هېواد کې د اوړو فابریکو د فعالیتونو پراخولو او د کار فرصتونو رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

اقتصادي کارپوهان د صادراتو زیاتوالی د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د اقتصادي بازار ثبات، د بهرنیو بازارونو څخه د تقاضا د زیاتوالي او د قزاقستان د لوژستیکي سیسټم د ښه کولو پایله ګڼي.

د یادولو ده چې د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم په تېرو پنځو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پراخو مشورو له لارې د افغان سوداګرو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي ترڅو دوی وکولی شي په ډاډ سره له دغو هېوادونو سره سوداګري وکړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه