خانهنړۍد چین په یو کان کې مرګونې چاودنه؛ د وژل‌شویو شمېر ۹۰...

د چین په یو کان کې مرګونې چاودنه؛ د وژل‌شویو شمېر ۹۰ ته لوړ شو 

چینایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ډبرو سکرو په یو کان کې د چاودنې پرمهال ۹۰ کسانو ته رسېدلی او لسګونه نور لادرکه شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا چاودنه تېره شپه د چین «شانشي» ولایت اړوند ‎په «لیوشنیو» ډبرو سکارو کان کې شوې او تر دې مخکې د اتو کسانو وژنه او ۸۳ نور لادرکه کېدل تایید شوي وو.

په تازه راپورونو کې د وژل‌شویو شمېر شاوخوا ۹۰ کسانو ته لوړ شوی او داسې ښکاري چې هغه څه باندې ۸۰ بندپاتې کسان هم وژل شوي دي.

ویل کېږي چې له دې مرګونې پېښې ۲۰۱ کسان روغ ایستل شوي او د بندپاتې کسانو د ژغورولو هڅې پیل شوې دي.

د چینايي رسنیو په راپورونو کې د دې پېښې لامل د ګازو چاودنه ښودل شوې او زیاته شوې چې د پېښې پرمهال هلته ټول ۲۴۷ کسان شته وو.

په ورته مهال حکومتي چارواکو ټینګار کړی چې د دې پېښې په اړه دې دقیقې څېړنې او پلټنې وشي او تر ځمکې لاندې بندپاتې کسان دې ژر تر ژره وژغورل شي.

د چین په کانونو کې تر دې مخکې هم ورته خونړۍ پېښې شوې چې پرمهال یې سلګونه کسانو ژوند بایللی دی.

په کانونو کې د چاودنې او نړېدو پېښې په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي چې یو اصلي لامل یې د کانونو غیرمعیاري استخراج او د اکسیجن پرېکون بلل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه