د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي، انتونیو ګوترش سره د تهران او واشنګټن د اختلافاتو په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې عراقچي د دې ټلېفوني اړیکې پرمهال ویلي چې له تهران څخه د واشنګټن زیاتې غوښتنې او د هغوی ضد او نقیض دریځونه پر امریکا باور کمزوری کړی دی.
په راپورونو کې د عراقچي په حواله ویل شوي چې ایران لا هم د امریکا پر وړاندې مسوولانه او جدي ډیپلوماتیکو هڅو کې برخه اخلي او هڅې کوي چې له واشنګټن سره یوې معقولې پایلې ته ورسېږي.
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د دې ټلېفوني اړیکې پرمهال د خبرو او ډيپلوماتیکو حللارو په وسیله د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه ځینو امریکایي رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن په راتلونکو دریو ورځو کې پر ایران بل برید ته چمتووالی نیسي او په همدې خاطر د ډونالډ ټرمپ سفرونه هم ګډوډ شوي دي.
هاخوا بیا د ایران پوځ خبرداری ورکړی چې که پر دوی دا ځلي برید کېږي، نو د تهران له لوري به یې ځواب بېساری وي.


