د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون راپور ورکړی چې پرون (جمعه) له پاکستان او ایران څخه ۹۶۱ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
یاد کمېسیون ویلي چې دا ۹۶۱ کډوالې کورنۍ، چې ۵ زره ۶۰ کسان کېږي، پرون (جمعه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۴ زره ۱۸۹ کسان د سپین بولدک له لارې ۳۹۳ او د نيمروز د اسلامکلا له لارې ۳۸۹ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۱۴۵۶ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۲۴ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامهپوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه سلګونه زره افغانان افغانستان ته لېږل شوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې چې پر دې سربېره لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیون افغانان مېشت دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


