د چین حکومت افغانستان، میانمار او لاوس هغه هېوادونه یاد کړي چې له جواز پرته ورته د خامو کیمیاوي موادو صادرات منع دي او په دې برخه کې یې د جواز لرل شرط بللي دي.
د چین حکومت ویلي چې افغانستان ته د ۴۱ ډوله خامو کیمیاوي موادو صادرات د ځانګړي جواز پر بنسټ کېږي او له دې پرېکړې یې موخه د نشهيي توکو په تولید کې د خامو کیمیاوي موادو له کارېدو مخنیوی ښودلی دی.
د چین حکومت په دې اعلان کې افغانستان، میانمار او لاوس هېوادونه یاد شوي چې له دغه هېواد څخه به ورته خام کیمیاوي مواد د ځانګړي جواز پر بنسټ کېږي.
تر دې مخکې هم افغانستان ته د چین خام کیمیاوي مواد د ځانګړي جواز له مخې کېدل او دا ټینګار وروسته له هغې وشو چې په دې اړه ځینې ناسم راپورونه خپاره شول او ویلي شوي وو چې د دغو صادراتو لپاره د جواز لرلو محدودیتونه کم شوي دي.
چین هغه هېواد دی چې افغانستان ته د لسګونه بېلابېلو توکو صادرات لري، او یو ځل مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د چین له خامو کیمیاوي موادو څخه د نشهيي توکو په تولید کې استفاده کېږي.


