خانهافغانستاند چای نړیواله ورځ؛ افغان چای پلورونکی میرزا غالب د خپل کوچني...

د چای نړیواله ورځ؛ افغان چای پلورونکی میرزا غالب د خپل کوچني کاروربار د ودې په لټه کې دی

افغان ډرامه لیکوال او ممثل میرزا غالب، تازه د کابل ښار په ترافیکو څلورلاري کې کوچنی چای‌پلورنځی جوړ کړی او د خپل دغه کار د ودې او پرمختګ په لټه کې دی.

غالب وایي، په رسمي دنده کې دومره معاش او امتیاز نه لري چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي نو ځکه یې د رسمي دندې تر څنګ د چای پلورلو ته هم مخه کړې ده.

نوموړی هر مازدیګر څلورنیمې بجې له خپلې کراچۍ سره یو ځای د کابل ښار ترافیکو څلورلاري ته راځي او تر ماسخوتنه په همدې ځای کې پخپل لاس چمتو کړی خوندور چای پر خلکو پلوري.

د غالب د کاروبار د پیل ۲۶ ورځې کیږي خو وایي، په دغه موده کې یې پرمختګ کړی دی.

د نوموړي په وینا، ” اول یو مېز و، یو څو پیالې وې، یو ترموز و او یوه سطرنجۍ وه. اوس سطرنجۍ دوه شوې، مېز په کراچۍ بدل شو، یو درجن پیالې په دوو درجنو پیالې بدلې شوې، د یو چاکلیټو پر ځای شپږ رقمه شیان لکه ګوړه او نور له چای سره خلکو ته ورکوي او لس ډوله چای پلورل کیږي.”

غالب غواړي همدا چایخانه په غالب رسټورانت بدله کړي او همدغه ارمان ته د رسېدو لپاره یې هلې ځلې پيل کړې دي. د غالب په خبره، د یو داسې ځای په لټه کې دی چې هلته خویندې هم وکولی شي، غالب چای نوش جان کړي.

د غالب سره په دې مرکه کې تر ټولو جالب ټکی دا و، چې نوموړی وایي، په هندي سینما کې د لوبېدو خوبونه ویني.
د ده په خبره، دا یې ارمان دی چې په بالیووډ کې تمثیل وکړي.

که څه هم د غالب کاروبار تر دا مهاله خورا کوچنی دی خو په ټولنیزو رسنیو کې د ده چای‌پلورنځي خورا شهرت موندلی او ګڼو رسنیو پرې راپورونه جوړ کړي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه