د امریکا د اکسیوس رسنۍ راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ د ایران په اړه وروستۍ ټیلیفوني خبرې په یوه کړکېچنه فضا کې ترسره شوې او نتانیاهو د ټیلیفوني اړیکې له پای ته رسېدو وروسته ناخوښه و.
اکسیوس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ او نتانیاهو په خپل وروستي ټیلیفوني اړیکه کې له ایران سره د یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د نویو هڅو په اړه بحث کړی دی.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د اسراییلو لومړي وزیر ته ویلي چې منځګړي په یوه پلان کار کوي چې موخه یې په رسمي ډول د تاوتریخوالي پای ته رسول او د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو پیل کول دي.
باخبرو سرچینو د ټیلیفوني اړیکې فضا “سخته او ننګونکې” وبلله. دا هم ویل شوي چې نتانیاهو د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته له دې پروسې څخه راضي نه و.
سپینې ماڼۍ او د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر تر اوسه په دې راپور تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو په دې وروستیو ورځو کې راپور ورکړی چې ممکن د ایران او امریکا ترمنځ یو نوی تړون په نږدې راتلونکي کې اعلان شي.


