خانهافغانستاند پاکستان له بندخونو ۳۰۷ افغانان ازاد شوي 

د پاکستان له بندخونو ۳۰۷ افغانان ازاد شوي 

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ځورولو په دوام، روانه اوونۍ د دغه هېواد له بندخونو ۳۰۷ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. 

د اسلامي امارت کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس لیکلي چې دا افغانان د کندهار سپین‌بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دغو کډوالو کې ۲۶۸ د تورخم او ۳۹ نور د سپین‌بولدک له لارې راستانه شوي دي.

“دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنیزو سندونو نه لرلو له امله بندیان شوي وو.”

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د پاکستان له بندخونو راخوشې‌شوي په یادو امریتونو کې تر ثبت او مرستو له ترلاسه‌کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان له بندخونو سلګونه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول، ځورول او په جبري توګه رالېږل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي. 

بلخوا پرون (چهارشنبه) هم له ګاونډیو هېوادونو څه باندې شپږ زره افغان کډوال راستانه شوي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه