د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د شخړې د ژر پای ته رسولو په اړه د څرګندونو وروسته، نن چهارشنبې د تېلو بیې راټیټې شوې، او مالي بازارونه هم له نویو بدلونونو سره مخ شول.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې د ښکته کېدو دوام تجربه کړ. د برینټ شمالي سمندر خام تېل د اروپایی بازار د سوداګرۍ په پیل کې شاوخوا ۱۰۹ دالر او ۷۱ سنتډالرو ته ورسېدل، چې د تېرې ورځې په پرتله نږدې ۲ ډالر کم وو.
دا کمښت د ډونالډ ټرمپ د ایران سره د جګړې د ژر پای ته رسېدو د امکان په اړه د څرګندونو وروسته رامنځته شو؛ هغه څرګندونې چې د انرژۍ بازار فضا یې اغېزمنه کړه او د تېلو بیې یې راټیټې کړې.
په ورته وخت کې چې د تېلو بیې راټیټې شوې، د سرو زرو بیه هم راټیټه شوه، خو برعکس، په آسیا او اروپا کې د ونډو بازار شاخصونه لوړ شول. شنونکي وايي چې دا بدلونونه په سیمه کې د سیاسي کړکیچونو په اړه د کمو اندېښنو له امله دي.
نړیوال بازارونه د سیاسي پېښو او سیمهییزو کړکیچونو څخه په کلکه اغېزمن شوي دي. د امریکا او ایران د اړیکو په حالت کې هر ډول بدلون کولی شي په مستقیم ډول د تیلو، سرو زرو او د نړیوال مالي بازارونو حالت اغېزمن کړي.


