ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومومړی ټیسټ لوبه په هند کې او د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.

د هند کرکټ بورډ سرپرست منشي امیتاب چودهري نن له خبریالانو سره د مرکې پر مهال د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ټیسټ لوبې په اړه خبر ورکړ.

نوموړی دغه لوبه یوه تاریخي لوبه وباله او زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی ټیسټ لوبه د ۲۰۱۹ په میلادي کال کې ترسره شي.

ښاغلي چودهري زیاته کړه، چې د هند او افغانستان تاریخي اړیکو ته په کتو د هند او افغان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبه به په هند ترسره شي.

د هند د کرکټ بورډ سرپرست منشي په وینا په پام کې وه چې د افغانستان لوومړی ټیسټ لوبه د اسټرالیا پر خلاف ترسره شي خو د هند او افغانستان تاریخي اړیکو ته په کتو د اسټرالیا پر ځای دغه لوبه به د هند پر وړاندې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې د روان کال په جون میاشت کې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه په ټیسټ لوبو لپاره د یاد شورا رتبه ترلاسه کړل.