د معیار او کیفیت ادارې په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د ۴۳٫۳ ټن کمکیفیته کاشي له مستردېدو خبر ورکړی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دغو کاشي له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې مسوولینو ټینګار کړی چې پر وارداتي توکو څارنه په جدیت، روڼتیا او دوامداره توګه روانه ده او هیڅ ډول غیرمعیاري توکو ته به د واردېدو اجازه ورنکړل شي.
“د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې بهیر د کمکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب او د سالم بازار د ملاتړ په موخه په دوامداره توګه جریان لري.“
د معیار او کیفیت ادارې په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دا کمکیفیته توکي کوم هېواد ته بېرته ورګرځول شوي دي.
یادې ادارې تر دې مخکې هم هېواد ته د سلګونه ټن بېلابېلو کمکیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې وه او له سوداګرو یې غوښتي وو چې د کورني بازار د خوندیتوب په موخه د بېکیفیته او غیرمعیاري توکو له واردېدو ډډه وکړي، ګېني له قانوني چلند سره به مخ شي.


