خانهنړۍامریکا د ایران یو شمېر کسانو، ادارو او کښتیو نوي بندیزونه لګولي

امریکا د ایران یو شمېر کسانو، ادارو او کښتیو نوي بندیزونه لګولي

د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې امریکا د ایران په ۱۲ کسانو، ۲۹ ادارو او ۱۹ کښتیو یې نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وویل چې د هغه هېواد، د اروپایي متحدینو سره په همغږۍ، هڅه کوي چې د ایران مالي او سوداګریزې لارې نورې هم محدودې کړي.

هغه د G7 غونډې په جریان کې ټینګار وکړ چې واشنګټن به هغه شرکتونه او شبکې په نښه کړي چې د ایران د تېلو په پلورلو کې مرسته کوي او د بندیزونو څخه مخنیوی کوي.

د هغه په ​​وینا، امریکا په وروستیو میاشتو کې د ایران سره تړلې ځینې ډیجیټل شتمنۍ هم بندې کړې دي او هڅه کوي چې د غیر رسمي مالي شبکو فعالیتونه ګډوډ کړي. بیسنټ زیاته کړه چې د ایران د تېلو صادراتو سره تړلي منځګړو ادارو او ترانسپورتي شرکتونو باندې فشار به دوام ولري.

د امریکا چارواکي دا هم وویل چې واشنګټن تمه لري چې اروپایي هېوادونه به په تهران باندې د اقتصادي فشار په زیاتولو کې نوره همکاري وکړي.

امریکا په وروستیو کلونو کې په وار وار هغو کسانو ، شرکتونو او کښتیو بندیزونه لګولي دي چې د ایران د تیلو صادراتو سره تړاو لري. واشنګټن وايي چې دا اقدامات د ایران د مالي سرچینو کمولو او د نړیوالو بندیزونو څخه د مخنیوي لپاره دي. دا بدلونونه په داسې حال کې کیږي چې د فارس خلیج سیمه او د هرمز تنګي کې تاوتریخوالی دوام لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه