له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري رالېږلو په دوام، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي چې پرون (سهشنبه) له پاکستان او ایران څخه ۱۰۷۷ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
یاد کمېسیون ویلي چې دا ۱۰۷۷ کډوالې کورنۍ، چې ۵ زره ۷۸۱ کسان کېږي، پرون (سهشنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۱۱۷۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له یو شمېر نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامهپوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه سلګونه زره افغانان افغانستان ته لېږل شوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې چې پر دې سربېره لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیون افغانان مېشت دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


