د تاجکستان د پوهنې بنسټګر او لومړنی وزیر نثارمحمد یوسفزی دی، چې د «تاجکستان د معارف د پلار» په توګه پېژندل کېږي. نثار یوسفزی نه یوازې یو مبارز و، بلکې په تاجکستان کې یې د معاصر تعلیم بنسټ کېښود. هغه په داسې حال کې تاجکستان کار پیل کړ چې په ټوله سیمه کې د سواد کچه خورا ټیټه وه. د یوسفزي نوم او میراث د تاجکانو د معاصر تاریخ د ویاړ یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
یوسفزی په اصل کې د پښتونخوا د صوابۍ سیمې د زېدې کلی اوسېدونکی و، چې په ۱۹۲۱ کال کې منځنۍ اسیا ته ولاړ او هلته یې په تاجکستان، بخارا او سمرقند کې د لومړنیو ښوونځیو او دارالمعلمینونو بنسټ کېښود.
نثار محمد یوسفزی د د پوهنې د رڼا یو ستر مشال و. د یوسفزي له مهمو هڅو څخه په لاندې ډول یادونه کولی
۱. په تاجکستان کې لومړني ښوونځي او دارالمعلمینونه جوړ شول.
۲. د تاجکستان د پوهنې (معارف) لومړنی وزیر وټاکل شو.
۳. د تاجکي ژبې لپاره یې د الفبا او درسي کتابونو په جوړولو کې بنسټیز رول ولوباوه.
د هغه رول د ۲۰مې پېړۍ د لومړۍ نیمایي د منځنۍ اسیا په فرهنګي او تعلیمي بدلونونو کې دومره مهم و، چې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې یوه واټ د هغه په نوم نومول شوی دی او په وروستیو کلونو کې د ده د ژوند او خدماتو په اړه ګڼ فلمونه او څېړنې خپرې شوې دي.
د هغه هڅو د سواد کچه لوړه کړه او د علم او فرهنګ نوې طبقه یې وروزل. نثار محمد یوسفزي د شوروي د سیاسي ځپنو پر مهال په ۱۹۳۷ میلادي کال کې دروغجنو تورونو پر اساس ونیول شو، او د تحقیق پر مهال ووژل شو، خو نوم او خدمتونه یې د تاجکستان د معارف په تاریخ کې د تل لپاره د یو بنسټګر او مخکښ شخصیت په توګه پاتې دي.


