د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د راستنوشویو کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه تر دې دمه ۲۹ زره ۹۲۹ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې یوازې پرون (دوشنبه) په ځینو ولایتونو کې راستنوشویو کورنیو ته ۱۱۶۱ استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د خبرپاڼې له مخې چې له دې جملې په ننګرهار کې ۳۰۷، زابل کې ۱۰۰، کندوز کې ۱۶۸، فراه کې ۲۱۷، هلمند کې ۲۸۵ او غزني ولایت کې ۸۴ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دا چاره ګړندۍ شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې د استوګنیزو نمرو د وېش له پروګرام څخه یې هدف د راستنوشویو کورنیو اساسي اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا برابرول، او تر دې دمه یې ۲۹ زره ۹۲۹ استوګنیزې نمرې وېشلې دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ځمکو وېش به د منظورشویو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.
د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي دي.


