د ابوعلي سینا بلخي دوهم ملي نندارتون او څلورم نړیوال نندارتون د عامې روغتیا وزارت په نوښت پرانستل شو ترڅو په کور دننه تولید شوي درمل، روغتیايي محصولات، ظرفیتونه او لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې او معرفي کړي.
د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر احمد عبید مجددي په دې مراسمو کې وویل چې په هېواد کې نږدې ۶۰۰ خصوصي روغتونونه فعالیت کوي.
په ورته وخت کې، د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولیدونکو د ټولنې مشر ډاکټر احمدسعید شمس وویل چې په هېواد کې د درملو او روغتیايي محصولاتو تولیدونکو ۱۳۵ فابریکو شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالر پانګونه کړې ده.
د درملو او روغتیايي محصولاتو د ټولنې مشر ډاکټر احمد سعید شمس د ابوعلي سینا بلخي نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو تولېدونکو ۱۳۵ فابریکو شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالر پانګونه کړې ده.
د ښاغلي شمس په وینا، دا مهال په افغانستان کې د درملو او طبي محصولاتو یو زر او ۱۷۰ ډولونه ثبت شوي دي، او د شاوخوا ۵۰۰ نورو ډولونو درملو راجسټریشن تر بیاکتنې لاندې دی، او دا محصولات د هېواد شاوخوا ۳۸ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
هغه زیاته کړه، سربیره پردې، په دې سکتور کې له ۶ زره څخه تر ۸ زره پورې خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار کوي.


