خانهافغانستانپکتیکا ولایت کې د ۱۰ مخابراتي انتنونو ظرفیت «4G» ته لوړ شوی 

پکتیکا ولایت کې د ۱۰ مخابراتي انتنونو ظرفیت «4G» ته لوړ شوی 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د پکتیکا ولایت په ځینو ولسواليو د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې ۱۰ مخابراتي انتنونو ظرفیت «4G» ته لوړ شوی دی. 

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا اقدام د هېواد لرو پرتو او محرومو سیمو د پوښښ ترڅنګ د کیفیت ښه‌والي په موخه او او د پکتیکا ولایت د اوسېدونکو په غوښتنه شوی دی.

ښاغلي الکوزي لیکلي چې دا مخابراتي انتنونه د یاد ولایت په مرکز شرنه، سروبي ولسوالۍ رباط سیمه، د شخيل اباد برلک سيمه، د جانيخيلو ولسوالۍ مرکز د زرغون ښار ولسوالۍ مرکز او سیګاني سیمه، د سروضې ولسوالۍ سلطاني سیمې او همدا راز شکين او بکخيلو ولسواليو کې فورجي شوي دي. 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د یادو مخابراتي انتنونو د ظرفیت له لوړېدو سره به د پکتیکا ولایت ډیری سیمو کې د کیفیت د ټیټوالي ستونزه حل شي.

نوموړي دا هم ویلي چې تر دې وړاندې هم د پکتیکا ولایت په ډېر شمېر ولسوالیو کې د ګڼو مخابراتي انتنونو د فعالېدو تر څنګ د کیفیت د ښه‌والي لپاره هم هڅې شوې او د ډېر شمېر مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه