خانهافغانستانکندهار کې ناپېژانده وسله‌والو یو قومي مشر په ډزو وژلی 

کندهار کې ناپېژانده وسله‌والو یو قومي مشر په ډزو وژلی 

د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ په «کلمتر» کلي کې ناپېژانده وسله‌والو پر یو قومي مشر ډزې کړې او وژلی یې دی.  

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه پرون شپه په «کلمتر» کلي شوې او لامل یې نه دی روښانه شوی. 

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي اسدالله جمشید رسنیو ویلي چې د دې پېښې د لامل په اړه څېړنې او د دغو وسله‌والو د نیولو هڅې پیل شوې دي. 

د مسوولینو په وینا چې ژر به دغه ناپېژانده وسله‌وال پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو لسګونه قومي مشران او ورته مخور کسان وژل شوي دي. 

افغانستان کې تر ډېره د دا ډول پېښو پړه په ناپېژانده وسله‌والو ور اوړي.

بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ټولو هغو ډلو د پيدا کولو او نیولو لپاره هڅې پيل شوې چې عامه نظم ګډوډي او هېوادوالو ته وېره پیدا کوي. 

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د اسلامي امارت پولیسو په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته جرمونو په تړاو سلګونه نیولي هم دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه