د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سانډیګو په اسلامي مرکز کې د ډزو په پایله کې د دوو بریدګرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبې د مې ۱۸مه) د سان ډیګو په اسلامي مرکز کې، چې په سیمه کې تر ټولو لوی جومات دی، دوه تنکي ځوانانو ډزې وکړې، چې یو امنیتي ساتونکی او دوه نور کسان یې ووژل.
د سان ډیګو د اسلامي مرکز امام او ریس برید “ټکان ورکوونکی” بللی او ویلي یې دي چې د جومات په نښه کول “ډیر ټکان ورکوونکی او د نه منلو وړ دی.
د پولیسو په وینا، دوه بریدګر چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۸ کاله وو، د برید وروسته په یوه موټر کې وموندل شول او داسې ښکاریده چې ځانونه یې په ډزو وژلي دي.
د سان ډیګو د پولیسو مشر سکاټ وال وویل چې FBI او سیمهییز قانون پلي کونکي د پښې په اړه تحقیقات کوي، خو دقیق انګېزه یې لا روښانه نه ده.
هغه زیاته کړه چې د بریدګرو څخه د یوه مور د ډزو څخه شاوخوا دوه ساعته مخکې پولیسو ته زنګ وهلی و. هغه راپور ورکړی و چې زوی یې له کوره د دریو ټوپکونو او موټر سره تښتېدلی و، احتمالاً ځان وژنه یې کړې وه.


