د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا د هېواد ۱۰ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې سبا (سهشنبه) په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، پروان، لغمان، نورستان، کونړ، لوګر او میدانوردګ ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل کېدای شي.
د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي او شمالختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړ شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښت او سېلابونو له امله سلګونه هېوادوال مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د دغو ورښتونو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورونه په بشپړه او نسبي توګه هم ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
په ورته مهال یو شمېر هېوادوال وروستیو ورښتونو ته خوښ دي او د یو اباد کال لپاره یې ګټور بولي.


