د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې په بامیان ولایت کې د کتاب او کتابلوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې نندارتون کې شاوخوا څلور زره جلده کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې د دغه نندارتون له جوړېدو موخه د کتابلوستنې او مطالعې فرهنګ دودول بلل شوي دي.
“یو تن، چې خپل خطي هنري آثار یې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي وو، د دې ډول نندارتونونو جوړول ارزښتمند او مهم وبلل او دا یې په ټولنه کې د کتابلوستنې د فرهنګ د ترویج لپاره اغېزمن او ګټور یاد کړ.“
د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز لیکلي چې د دغه نندراتون د پرانیستې په مراسمو کې د بامیان ځايي مسوولینو مطالعې ته د ځوانانو پر هڅونې ټینګار کړی او له کتاب او مطالعې سره یې مینه د هېواد له راتلونکې سره تړلې ده.
مسوولینو همداراز اندېښنه ښودلې چې په اوس وخت کې د کتابونو ځای مبایل او د ټولنیزو شبکو استعمال نیولی چې په وینا یې ټولنه باید له دا ډول حالت څخه بېرته راووځي.


