خانهافغانستانپه ۲۰ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د ا.ا عامې روغتیا وزارت وایي چې نن (دوشنبه، ثور ۲۸مه) د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي چې د روان ۲۰۲۶ کال د دویم دور کمپاین پرمهال به ۸٫۳ میلیون ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

سرچینې ویلي چې دا کمپاین به د روانې مې میاشتې له ۱۸ تر ۲۱ مې نېټې پورې وي، خو په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به سبا (سه‌شنبه، مې ۱۹مه) پیل د مې تر ۲۲ مې پورې وي. 

د پولیو ضد واکسین دا کمپاین د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ تطبیق کېږي او له هېوادوالو غوښتل شوي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي. 

 په راپورونو کې د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي په حواله ویل شوي چې دوی په افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ مهارولو ته ژمن دي او په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو او پولیو ضد واکسین تطبیق ته ادامه ورکوي. 

د یادولو ده چې افغانستان او پاکستان دوه یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ پېښې ثبتېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه