خانهافغانستانترکمن چارواکي: د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته برېښنا په نورمال ډول دوام...

ترکمن چارواکي: د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته برېښنا په نورمال ډول دوام لري

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، عبدالحق همکار ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر، آننه ګیلدي سپروف سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د دغه شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنايي همکاریو پر پراختیا او د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي همکار د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې د چارو روان بهیر په اړه خبرې وکړي او ویې ویل چې د دغې سترې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تمه کېږي چې چارې به یې د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړې شي.

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې بل لور ته د ترکمنستان د انرژی وزیر ټینګار کړی چې افغانستان د ترکمنستان لپاره ځانګړی لومړیتوب او ارزښت لري او په وینا یې چې د ترکمنستان ولسمشر هم افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري، ځکه افغانستان د ترکمنستان ښه او مهم ګاونډی هېواد دی.

دوی ډاډ څرګند کړی چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به برېښنا په نورمال ډول دوام ولري او په نږدې راتلونکي کې به ترکمن چارواکي کابل ته هم یو سفر وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه