د اسلامي امارت مشر د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له غړو سره په لیدنه کې ویلي، چې مسوولین دې د جهادي اثارو په ساتنه جدي پاملرنه وکړي او د دوی د یاد او تاریخ د تازه ساتلو په موخه پرې کتابونه او رسالې ولیکي.
نوموړي علماوو ته په خطاب کې ویلي، چې د شهیدانو تاریخ او د شهادت ځایونو په ثبت کې ځانګړې پاملرنه په کار ده او په خبره یې په دې کار سره به د دوی تاریخ ساتل شوی وي.
شیخ هبةالله اخندزاده زیاته کړې: ” د شهیدانو تاریخ او د شهادت ځایونو په ثبت کې خاصه توجه وکړئ ترڅو راتلونکي نسلونه د مجاهدینو د قربانیو تاریخ وپېژني، او کوښښ وکړئ د جهاد فضیلت او د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو د قربانیو حیثیت خلکو ته بیان کړئ، تر څو خلک خپل تاریخ هیر نه کړي”
د اسلامي امارت مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، اوس د علماوو لپاره ښه موقع ده چې د خلکو په ښه ذهنیت جوړلو او د دیني پوهاوي په برخه کې ډېره هڅه وکړي. هغه همداراز زیاته کړه علماء کرام مکلف دي چې د اړوند ولایت د خلکو د شرعي ستونزو په هواري کې هڅه وکړي.
نوموړي علماوو ته د فقهي مجالسو اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه، “هڅه وکړئ فقهي مجالس جوړ شي، په فقهي مجلسونو کې د حق اظهار کیږي، د فقهي مسائلو په ښه توګه تحقیق کیږي او د علماوو تر منځ اتفاق او محبت په کښي پیدا کیږي.”
د اسلامي امارت مشر پر علماوو ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت صادر شوي فرمانونه تر خلکو ورسوي.


