خانهافغانستانپروسږ کال د غور ولایتي روغتون کې څه باندې ۵ زره بریالي...

پروسږ کال د غور ولایتي روغتون کې څه باندې ۵ زره بریالي جراحي عملیات شوي

د ا.ا عامې روغتیا وزارت وایي چې پروسږ کال د غور ولایتي روغتون کې ۵ زره ۹ بریالي جراحي عملیات شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یادو عملیاتونو له ډلې ۲ زره ۶۱۸ لوی او ۲ زره ۳۹۱ کوچني عملیات شامل وو چې د مجربو ډاکټرانو له لوري شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې د دې عملیاتو ترسره کېدل د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې په دې موده کې ۲۳ زره ۴۲۸ ناروغانو ته داخل‌بستر (IPD) او ۱۲۷ زره ۵۳۹ مراجعینو ته خارج‌بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د دغه وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی چې اوسمهال د هېواد په کچه ډېر داسې جراحي عملیات کېږي چې یو وخت به هېوادوال د هغوی لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل.

بلخوا په ټول هېواد کې د روغتونونو جوړېدو چارې هم روانې پیل شوې او روغتیا وزارت ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به په هره لرې پرته ولسوالۍ کې نوي روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

د یادولو ده چې لا هم د هېواد په ډېرو لرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه