د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ د اوبو زېرمه کولو د یو چکډېم د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې دا پروژه د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې چې موخه یې د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لوړول، د باراني اوبو مهارول او د سیمې د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو ته رسېدنه ده.
په خبرپاڼه کې د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو امریت، نورمحمد همکار ویلي چې یاد چکډېم مخکې هم جوړ شوی و، خو د زیاتو اوبو د زېرمهکولو او د ظرفیت لوړولو لپاره یې د پارچاوۍ لوړولو چارې په معیاري او لوړ کیفیت د شپږو اوونیو په موده کې ترسره شوې دي.
“دغه چکډېم د شاوخوا ۱۵ زره متره مکعبه اوبو د زېرمهکولو وړتیا لري، چې د سیمې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.“
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همداراز ویلي چې د یادې پروژې له مهمو موخو څخه د باراني اوبو راټولول او مهارول، د سیلابونو مخنیوی، د کاریزونو او طبیعي اوبو سرچینو پیاوړي کول او د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د لاسرسي ښه کول یاد شوي دي.


