له ټرمپ وروسته، کرملین اعلان وکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د چین د ولسمشر شي جینپینګ په بلنه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې بیجینګ ته سفر وکړي.
دا سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د رسمي سفر څخه یوازې څو ورځې وروسته کیږي. پوتین او شي جین پینګ به د دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو او سیمهییزو مسلو په اړه بحث وکړي.
تمه کیږي چې د غونډې په جریان کې به یوه ګډه اعلامیه او څو دوه اړخیز سندونه لاسلیک شي. د چین له لومړي وزیر لی جیانګ سره کتنه هم په اجنډا کې ده.
دا سفر د روسیې او چین ترمنځ د “ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ تړون” د لاسلیک د ۲۵ کلیزې سره سمون لري، کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو ستراتیژیکو اړیکو اساس جوړوي.
پوتین وروستی ځل تیر کال د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د ۸۰ کلیزې او په یوه پوځي پریډ کې د ګډون لپاره بیجینګ ته سفر وکړ.
شنونکي دا سفر د نړیوالو بدلونونو په وړاندې د خپلو دریځونو د همغږۍ لپاره په ځانګړې توګه د ټرمپ له سفر وروسته او په نړیوال سیسټم کې د روانو کړکیچونو په منځ کې د دوو لویو قدرتونو د هڅو نښه ګڼي.
د روسیې او چین ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې خپلې لوړې کچې ته رسیدلي دي، او دوی په اقتصادي، پوځي او سیاسي برخو کې پراخه همکاري لري.


