خانهنړۍټرمپ: ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي

ټرمپ: ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ چین ته له دوه‌ورځني سفر وروسته امریکا ته د رسېدو پرمهال خبریالانو ته ویلي چې دا سفر یې ګټور و او ډېرې لاسته‌راوړنې یې لرلې دي.  

ټرمپ ویلي چې د دې سفر پرمهال یې د چین له ولسمشر، شي جین پینګ سره ځینې هوکړې کړې او په وینا یې د دغه «بریالي سفر» بشپړ جزییات به وروسته شریک شي.

“دا بریالی سفر و موږ سترې هوکړې وکړې او لوی سوداګریز تړونونه مو لاسلیک کړل”

د امریکا ولسمشر یو وار بیا ټینګار کړی چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونه لري، او همداراز هرمز تنګی هم باید بېرته د نړیوالو بېړیو پر مخ پرانیستل شي. 

په ورته مهال سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ او د چین ولسمشر د ایران، سوداګرۍ، تایوان او نړيوال امنیت په اړه هم خبرې کړې، او په ټوله کې دا سفر د امریکا لپاره ګټور و. 

بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي یو وار بیا ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې جګړه به امریکا لپاره په درنه بیه تمامه شي.  

عراقچي خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې جګړه به د تېلو بیې لوړې کړي، د ونډې بازار (سټاک مارکېټ) ستونزې رامنځته او د پورونو او د کورونو د ګروي سودونو زیاتوالی به د امریکا اقتصاد له جدي فشار سره مخ کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه