د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې له ۳۶ بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو، اصلاحشوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوې ده.
د دغه وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې دا مرستې د یاد ولایت په درهنور، کوزکونړ او سرهرود ولسوالیو کې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې د باجرې، اصلاحشوی تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل شامل دي.
سرچینې لیکلي: “د یادې مرستې موخه د څارویو د غذایي اړتیاوو پوره کول، د حیواني تولیداتو پیاوړتیا او د اقلیم بدلون پر وړاندې د کرنیز تولید ښهوالی بلل شوی دی.“
په دې مرسته کې هر بزګر ته ٧ کیلو ګرامه د باجرې اصلاح شوي تخم،٧ کیلو ګرامه توره او ١٤ کیلو ګرامه یوریا سرې او په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، تسکوره، پنجي کش، لوحه او لور مرسته وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو بدیل کښت رامنځتهکولو په موخه د هېواد له بزګرانو سره د بېلابېلو توکو مرسته کړې وه.
د یادولو ده چې د هېواد له بزګرانو سره دا ډول مرستې تر ډېره د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ چمتو کېږي.
څه ورځې مخکې د اوزبیکستان هېواد د اصلاحشوي تخم لسګونه ټن مرسته افغانستان ته رارسول شوې وه.


