خانهافغانستانسمنګان کې د ترافیکي پېښې پرمهال دریو کسانو ژوند بایللی

سمنګان کې د ترافیکي پېښې پرمهال دریو کسانو ژوند بایللی

د سمنګان مسوولین وایي، د یاد ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن (پنجشنبه) د خلم ولسوالۍ په «ګولایي صیاد» سیمه کې شوې چې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دې پېښه کې یوه ښځه او دوه نارینه مړه او یو بل نارینه ټپیان شوي دي.

مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

د یادولو ده چې په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو هم مرګ‌ژوبله اوړي.

څه موده مکې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې د زرګونه جي پي اېس الو د نصبېدو خبر ورکړی و.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه