خانهافغانستاناسلووني دولت د افغان ښځو او نجونو د روغتیا لپاره ۲۰۰ زره...

اسلووني دولت د افغان ښځو او نجونو د روغتیا لپاره ۲۰۰ زره یورو ځانګړي کوي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وایي چې اسلووني دولت به د افغان ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خدماتو اړوند پروګرامونو د پياوړتیا په موخه ۲۰۰ زره یورو ځانګړي کړي. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا مالي ملاتړ به د روغتیايي خدماتو، په ځانګړې توګه له زیږون دمخه پاملرنې، خوندي زیږون او له زیږون وروسته پاملرنې په برخو کې د پیاوړتیا په موخه وشي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال ښځې او نجونې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ او د نړیوالو ملاتړ ته زیاته اړتیا لري. 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق همداراز ویلي چې دا پیسې به د نورو پروګرامونو په منځ کې د میندو د وضعیت ښه‌کولو، د امیندوارۍ پرمهال د خطرونو کمولو او د نوي زیږیدلو ماشومانو د ساتنې لپاره وکارول شي. “د لومړنیو روغتیایي خدمتونو پراخول د مور او ماشوم مړینې د کچې په کمولو کې مهم رول لوبوي.“

د ویلو ده چې نړیوالو سازمانونو بار بار په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت، اقتصادي محدودیتونه او د سرچینو نشتوالی هغه عوامل بللي چې د زیږون پرمهال یې روغتیايي اړینو خدماتو ته د ډیری میرمنو او نجونو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه