خانهافغانستانپنجشېر کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د دریو مرکزونو فعالېدل

پنجشېر کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د دریو مرکزونو فعالېدل

د پنجشېر ولایت «پریان» ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره درې مرکزونه رامنځته او فعال شوي دي. 

د اسلامي امارت باختر اژانس د راپور له مخې چې دا مرکزونه د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو پروژې په چوکاټ کې د پریان اساسي روغتیايي کلینیک، د کوجان کلي روغتیايي مرکز، کوهسار او کرپیتاب فرعي مرکزونو کې فعال شوي دي.

د راپور له مخې چې په دغو مرکزونو کې به د رواني ناروغانو درملنه، رواني مشورې، د درملو وېش او د اړتیا په صورت کې کابل ته د ناروغانو د لېږد اسانتیاوې برابرې شي.

تېر کال اسلامي امارت اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې به رواني ناروغان راټولېږي او د روغتیايي مرکزونو په ځانګړو څانګو کې به یې درملنه کېږي. 

د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د هېواد په یو شمېر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې ځانګړې څانګې پرانیستل شوې او دا مهال لسګونه دا ډول ناروغان پکې تر درملنې لاندې دي. 

د یادولو ده چې په دغو مرکزونو کې په بېلابېلو طریقو سره د رواني ناروغانو درملنه کېږي او د دوی لپاره لومړنۍ اسانتیاوې چمتو شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه