خانهافغانستاند پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ادارې کابل کې ۱۰۰ کیلویي بم...

د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ادارې کابل کې ۱۰۰ کیلویي بم خنثا کړی

د ا.ا د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالې ادارې خبر ورکړی چې په کابل کې یې له تېرو جګړو پاتې‌شوی ۱۰۰ کیلويي بم کشف او خنثا کړی دی.  

دې ادارې پرون (سه‌شنبه) په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا بم د کابل ولایت په «بګرامي» ولسوالۍ کې کشف او خنثا شوی دی.  

د خبرپاڼې له مخې چې له پخوانیو جګړو پاتې‌شوی دا ۱۰۰ کیلويي بم د یادې ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له لوري د «هلوټرسټ» ماین پاکۍ موسسې د تخنیکي ټیم په همکارۍ خنثا شوی دی. 

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته بمونو له کشف او خنثا کېدو راپورونه ورکړي وو.

د یادولو ده چې لا هم په افغانستان کې له پخوانیو جګړو د پاتې‌شویو ماینونو او زړو مرمیو د چاودنې پېښې کېږي چې له امله یې وخت ناوخت هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوړي.  

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو یوې ادارې ویلي چې د افغانستان ډېرو سیمو کې زاړه ماینونه شته. 

بلخوا اسلامي امارت ویلي چې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره په ګډه یې د ماینونو د پاکولو پروګرامونه پیل کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه